د شیخ زاید پوهنتون اداري کارمندان وستایل شول.
نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د دلوې مياشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اداري کارکوونکي وستایل شول.
د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت لخوا غوره او ممتاز اداري کارمندان په ستاینلیکونو ونازول شول، چې په خپلو چارو کې غوره بلل شوي و، د دې ستاینې موخه د شیخ زاید پوهنتون اداري کارکوونکي خپلو چارو ته تشویق او هڅونه وه.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

