د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

szu_admin
Sat, May 23 2026 3:15 PM
کابلته سفر

د شیخ زاید پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سيستمونو څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې په مرکز کابل کې د يو شمېر اړوندو ادارو څخه د علمي سفر په ترڅ کې ليدنه ترسره کړه.
په ياد سفر کې د کابل پوهنتون، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د کابل مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست اړوند د ډاټا مرکز، د کابل پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز، د کابل پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي کمپيوټر لېبونو او يو شمېر نورو اړوندو ځايونو او وسايلو څخه ليدنه وشوه، چې د مربوطه مسؤلينو لخوا یې په اړه محصلانو ته ګټور معلومات ورکړل شول.
په یادو عملي زده کړو سره به محصلان  په راتلونکي کې وکولی شي چې د کمپيوټر ساینس او ټکنالوژۍ اړوند برخه کې ټولنې ته موثر خدمات وړاندې کړي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام شپږمه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا دویمه
 ۲۰۲۶ م کال مې د ۲۳مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS