اداري او خدماتي کارکوونکو ته یو ورځنی د اور وژنې ورکشاپ وړاندې شو.
په یاد ورکشاپ کې د اطفايې پېژندنه، د پېښو ډولونه، طبیعي او غیر طبیعي پېښې، د اور وژنې ډبې استعمال، وقایه، مجادله، نجات، د اورلګېدنې ضررونه، د اورلګېدنې رامنځته کېدو علتونه او نورو موضوعاتو باندې بحثونه او عملي کار ترسره شو.
ياد ورکشاپ د مالي او اداري معاونيت کارکوونکو چارو آمریت له لوري برابر شوی و، چې د خوست امـ.ـنیه قومـ.ـندانۍ پېښو ته د رسېدو او اور وژنې مدیریت مسلکي مسؤلینو له لوري وړاندې شو.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني اتمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې ۳۰مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
