!د شیخ زاید پوهنتون خواشینۍ پېغام

szu_admin
Mon, Jul 20 2020 9:42 AM
انالله او انا الیله راجعون

!د شیخ زاید پوهنتون خواشینۍ پېغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کنړ پوهنتون پخوانی علمي مرستیال او د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځی نامتو او پیاوړی استاد پوهنوال عبدالغفار د ورپېښې ناروغۍ له امله شهید شویدی.
إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون
د شیخ زاید پوهنتون رهبري او ددې علمي اداري ټول کادري او غیر کادري کارکوونکي او محصلان د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره خپله ژوره غمشریکي ښيي او د استاد صافي شهادت د افغانستان اکادمیک چاپیریال ته لویه ضایعه بولي؛ شهید ته د الله (ج) له درباره جنتونه او کورنۍ ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.
استاد پوهنوال عبدالغفار صافي خپلې لوړې زده کړې د هجرت په دیار کې د لیسانس او ماسترۍ په سویه د دعوت الجهاد مشهور او معتبر پوهنتون څخه د شرعیاتو په څانګه کې تر لاسه کړې وې.
استاد د خپلې مقدسې استادۍ دندي په ترڅ کې په زرگونه ځوانان وروزل او د هيواد او افغان ولس خدمت ته یې وړاندي کړل .
د شهید استاد صافي علمي خدمتونه به د تل لپاره د افغان ولس په زړه کې پاتې وي

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS