د ستراتیژیک پلان کمیټې لخوا غونډه ترسره شوه.

szu_admin
Sat, Jun 24 2023 12:13 PM
رئيس

۱نن ورځ د ۱۴۰۲هـ.ش کال د چنګاښ میاشتې لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د ذوالحجې میاشتې ۳مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون د ریاست مقام دفتر کې ستراتیژیک پلان کمیټې لخوا د ستراتیژیک پلان کې د نیمګړتیاوو د رفع کولو په موخه غونډه ترسره شوه. یاده غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي، علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي، محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مـ.جاهـ.د همت یار او د ستراتیژیک پلان کمیټې غړو ګډون درلود. غونډه د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي لخوا د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په سر کې د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي پرانیستونکي وینا وکړه او د ستراتیژیک پلان په اهمیت او تطبیق باندې یې مفصلې خبرې وکړې. یاده غونډه کې د ستراتیژیک پلان په موضوعاتو باندې آزاد بحث ترسره شو او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

2 د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS