​ شیخ زاید پوهنتون کې د سويل ختيځ زون پوهنتونونو لپاره د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځينی روزنيز ورکشاپ پیل شو. ​

szu_admin
Tue, Sep 19 2023 3:42 PM
77

 

1

دوشنبه چې د ۱۴۰۲هـ.ش کال د سنبلې ۲۷مه، د ۱۴۴۵هـ.ق د ربیع الاول له ۳مې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

2

یاد ورکشاپ د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال او سرپرست سید اسماعیل روحاني په امـارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د تضمين کیفیت او اعتبار ورکونې پروسې د غښتلتیا او لا ګړنديتوب په اړه خبرې وکړې، چې په عملي کېدو سره به یې د پوهنتونونو اعتبار زيات او په نړيوالو معيارونو سمبال شي.

3

ورپسې د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین امين او پوهندوی رضوان الله ممله وال لخوا د ارزونې، اعتبار ورکولو او ځان ارزونې د پروسې او تضمين کیفیت د چوکاټ جوړښت، معیارونو تفسیر په اړه معلومات ارایه کړل شول.

4

د يادولو ده چې یاد ورکشاپ کې د شیخ زاید پوهنتون، پکتيا، لوګر، پکتیکا امـارتي او خصوصي پوهنتونونو د تضمين کیفیت مسؤلین ګډون لري، چې څلور ورځې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د تضمين کیفیت په ټولو معيارونو مناقشې او بحثونه تر سره شي.

5

 

6

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

 

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS