محصلانو ته د ازموینو پر مهال د اضطراب او ستړیا اړوند سیمينار ورکړل شو.

szu_admin
ثلاثاء, يونيو 24 2025 3:54 مساء
ږرکشاپ

د ازموينې اضطراب داسې يوه پديده ده، چې ډېری افرادو تجربه کړې ده او دا يو طبيعي حس دی، چې زیات محصلان يې له ازموينې وړاندې تجربه کوي او هغه مهال د ازموينې د اضطراب په عنوان پېژندل کېږي، چې د تشويشونو سطحه له يو مشخص حد څخه واوړي.

په دې اړه هغه سیمينار چې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو لپاره برابر شوی و، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله احسان لخوا وړاندې شو.

په ياد سیمينار کې د ازموینې د اضطراب پېژندنه، د ازموينې د اضطراب علايم، د ازموينې د اضطراب لاملونه او د ازموينې پر اضطراب برلاسي کیدلو اړوند مسایلو باندې په زړه پورې معلومات ورکړل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS