محصلانو ته د سایبري بریدونو په اړه سیمينار وړاندې شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ھ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ھـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د سايبري بريدونو تر عنوان لاندې سيمینار وړاندې شو.
ياد سیمينار کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب تر څنګ استادانو او کڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.
په دغه سيمینار کې سايبري بريدونه، ننګونې، د مخنيوي لارې چارې، د معلوماتي امنيت ګواښونه، د بريښنالیک استعمال او په دې اړه د يو لړ نورو موضوعاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول، چې د محصلانو لخوا ګټور وبلل شول او د سيمینار په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو لخوا پوښتنې مطرح شوې، چې قانع کوونکي ځوابونه ورته وويل شول.
د يادولو وړ ده چې دغه سيمینار د محصلانو چارو معاونيت لخوا برابر شوی و، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي استاد پوهنیار دوکتور روحاني روښان لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت