محصلانو ته د سایبري بریدونو په اړه سیمينار وړاندې شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۰
سایبیري بریدونه

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ھ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ھـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د سايبري بريدونو تر عنوان لاندې سيمینار وړاندې شو.

ياد سیمينار کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب تر څنګ استادانو او کڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

په دغه سيمینار کې سايبري بريدونه، ننګونې، د مخنيوي لارې چارې، د معلوماتي امنيت ګواښونه، د بريښنالیک استعمال او په دې اړه د يو لړ نورو موضوعاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول، چې د محصلانو لخوا ګټور وبلل شول او د سيمینار په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو لخوا پوښتنې مطرح شوې، چې قانع کوونکي ځوابونه ورته وويل شول.

د يادولو وړ ده چې دغه سيمینار د محصلانو چارو معاونيت لخوا برابر شوی و، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي استاد پوهنیار دوکتور روحاني روښان لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۰
Background image

محصلانو ته د سایبري بریدونو په اړه سیمينار وړاندې شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ھ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ھـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د سايبري بريدونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۶
Background image

د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې خالي کادري بستونو لپاره د خارجي ژبې ازموینه واخيستل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۷مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې کمپیوټر ساينس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۴
Background image

محصلانو ته د ازموینو پر مهال د اضطراب او ستړیا اړوند سیمينار ورکړل شو.

د ازموينې اضطراب داسې يوه پديده ده، چې ډېری افرادو تجربه کړې ده او دا يو طبيعي حس دی، چې زیات محصلان يې له ازموينې وړاندې تجربه کوي او هغه مهال د ازموينې د اضطراب په عنوان پېژندل کېږي،. . .

BACK TO NEWS