د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو لپاره درې ورځنی دیني ـ اصلاحي سیمینار پیل شو.

szu_admin
Wed, Jan 14 2026 3:24 PM
nhnghildmkkjh

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۴مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو لپاره درې ورځنی دیني ـ اصلاحي سیمینار پیل شو.
د سيمينار د پيل لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقـ.ـاني، مرستیالانو، د خوست خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو او استادانو ګډون کړی و، د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نور الله حسين خېل ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د سیمینار په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او زياته یې کړه چې دغه سيمينار د لوړو زده کړو وزارت د هدايت سره سم د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو لپاره برابر شوی دی.
د يادولو وړ ده چې ياد دیني او اصلاحي سیمينار کې چې درې ورځې به دوام وکړي په مختلفو دیني موضوعاتو باندې به د شیوخو کرامو لخوا سیمينارونه وړاندې شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS