شيخ زايد پوهنتون کې د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو محصلانو لپاره شپږ ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پيل شو.
یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۱۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۲۰مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد، پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر او غزني تخنيکي علومو پوهنتونونو محصلانو لپاره شپږ ورځنی دیني او اصلاحي سيمينار پيل شو.
یاد سیمینار د لوړو زده کړو وزارت له لوري د شیخ زاید او اړوندو پوهنتونونو مسؤلینو په همغږۍ وړاندې کېږي.
په ياد دیني او اصلاحي شپږ ورځني سيمينار کې د يادو پوهنتونونو څخه شاوخوا ۳۰۰ تنه محصلان ګډون لري، چې د شیوخو کرامو له لوري به پکې په دیني، عقیدوي، اخلاقي، د شـ.ـرعي نـ.ـظام، اطاعـ.ـت او يو شمېر نور اصلاحي موضوعات به وړاندې شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

