د اسلام له نظره د استاد موقف او د تدریس په برخه کې له محصلانو سره اخلاقي چلند تر عنوان لاندې دوه ورځنی سيمينار پیل شو.
د شيخ زايډ پوهنتون علمي معاونيت اړوند مسلکي پرمختيا مرکز له لوري نویو ګمارل شويو استادانو لپاره د اسلام له نظره د استاد موقف او د تدریس په برخه کې له محصلانو سره اخلاقي چلند دوه ورځنی سيمينار پيل شو.
په ياد سيمينار کې اخلاص، نيت، امانتداري، د محصلانو تر منځ عدالت او انصاف، مساويانه او اخلاقي چلند، علمي صداقت، د محصل فـ.ـکري او عقيدوي روزنه، په پوره اماده ګۍ سره تدریس، شفقت او با استعداده محصلانو تشويق او يو شمېر نورو موضوعاتو باندې معلومات ارائيه او نظرونه تبادله شول.
په دغه سيمينار کې چې د ټولو پوهنځيو څخه نويو استادانو ګډون کړی و، د شرعياتو پوهنځي استاد مفتي محمد امين سعيدي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل محمد ساقي عادل له لوري وړاندې کېږي.
ورځ: پنجشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الأولی ۲۴مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب ۱۴مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
