د اقتصاد پوهنځی تاریخچه

szu ecc faculty

د پوهنځی لنډ شالېد

د اقتصاد پوهنځی په (۱۳۸۲) کال کې ،چې د ۲۰۰۳ زېږدیز کال سره سمون لري د حقوقو، شرعياتو او ادارې او تجارت پوهنځیو په چوکاټ کې  د یوې څانګې په څېر رامنځ ته شو او په (۱۳۸۷) کال کې یې د یوه بشپړ ځانګړي پوهنځی په توګه کار پیل کړ. داقتصاد پوهنځی تر اوسه پورې  په ټولیزه توګه په تیرو څوارلسو (14) دورو کې ۱۱۳۸ تنه فارغین دټولنې چوپړ ته وړاندې کړي . دشيخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځی چی په اوس وخت کې درې څانګې لري په کال ۱۳۸۲ کې  یوازې یوه څانګه د ادارې او تشبث په نوم فعالیت درلود او په کال ۱۳۹۳هـ ل کال کې دوې نورې څانګې د مالي او بانکي او ملي اقتصاد په نوم رامنځ ته شوې. داقتصاد پوهنځی چې ۱۵ تنه استادان لري. د دغو استادانو له ډلې څخه ۱۱ تنه د ماسټر، او ۴ تنه لیسانس تحصیلي درجې لري.

د پوهنځی ریس

د پوهنځی لرلید رسالت او ارزښتونه

د پوهنځی څانګې

د پوهنځی استادان

د پوهنځی تدریسي مدیریت