لرلید او ماموریت

د شيخ زايد پوهنتون لپاره ټاکل شوی لرليد او رسالت په لاندې ډول دی.

لرلید

شیخ زاید پوهنتون یو علمي-څېړنیز مرکز دی، چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن او په پرمختللې پوهه سمبال بشري ځواک په روزلو سره په سیمه ییزه کچه علمي (اکاډمیک) اعتبار لري.

رسالت

شیخ زاید پوهنتون د علمي او حمایوي بشري قوې پرمټ، د ټولنې اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو د معیاري تدریس، څېړنو، نوښتونو او عصري ټېکنالوژۍ په کارولو سره داسې انساني ځواک روزي، چې له نړۍ سره د سیالۍ وړتیا ولري، د هېواد او سیمې په اقتصادي وده، ټولنیز پرمختګ، وحدت او ثبات کې رغنده ونډه ولري.

 

====================>

د شيخ زايد پوهنتون د ستراتيژيک پلان عمومي کميټې په (۹) پروتوکول او 18/11/1401 نيټې غونډه کې د ګډون کوونکو د رايو په يووالي تائيد شوی

د شيخ زايد پوهنتون د علمي شورا په (13) پروتوکول او 13/12/1401 نيټې غونډه کې د ګډون کوونکو د رايو په يووالي تائيد شوی