ټولنیزو علومو پوهنځی تاریخچه

د ټولنيزو علومو پوهنځي تاریخچه

په (۱۳۹۱) لمريز کال کې تاريخ جغرافيې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځی په چوکاټ کې د ديپارتمنت په شکل ومنل شو او په ۱۳۹۳ لمریز کال د ټولنيزو علومو پوهنځی د تاريخ جغرافيې، فلسفې او ټولنپوهنې څانګو په رامنځ کولو د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه جلا او خپلواکه پوهنځي شوه.  چې تر دې مهاله یې د ډيرو ستونزو او نيمګرتياو برسيره د نهو کلونو په اوږدو کې  ډير د پام وړ پرمختګونه درلودل او په تدريسي او ښوونيز بهير کې يې خپلو محصلانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي. د نظري تدريس ترڅنګ يې عملي برخې ته هم پاملرنه شوې ده او هر کال او نږدې په هر سمستر کې د محصلانو لپاره د علمي سفرونو، د استادانو او محصلانو له خوا د علمي سمينارونو د وړاندې کولو زمينه مساعده شوې ده.

ټولنيزو علومو پوهنځي تر دې مهاله له دواړو څانګو څخه (۷۵۲) تنه فارغان ټولنې ته  په خپل مسلک کې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي او اوس مهال په دواړو څانګو کې (۱۵۹) محصلين په زده کړو بوخت دي.

د پوهنځی رئیس

  د ټولنیزو علومو پوهنځي اداري او اکاډیمیک تشکیل 

د پوهنځی لرلید او رسالت

د پوهنځی استادان

د پوهنځی څانګې 

د پوهنځي استادانو علمي څیړنې

د پوهنځی کریکولم