د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.
ورپسې په یاد سیمینار کې د ساري ناروغیو پېژندنه، مخنیوی، لاملونه، د انتقال مهمې لارې، وقایه، د ناروغ پېژندل، حفظ الصحه، لومړنۍ مرستې، بې هوشي، د تنفس ارزونه، وینه بهیدنه او نورو موضوعاتو باندې معلومات وړاندې شول.
ياد یو ورځنی سیمینار د مالي او اداري معاونيت کارکوونکو چارو آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره برابر شوی و، چې د طب پوهنځي استاد پوهنیار عزیز الله اقبال لخوا وړاندې شو.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال جمادی الأولی شپږمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال میزان ۲۶مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
