د شرعیاتو پوهنځی لرلید او رسالت

د شرعياتو پوهنځي لرليد او رسالت

 

لرليد (Vision)

شرعياتو پوهنځی به په سيمه اييزه، ملي او نړيواله کچه د شرعي او قضايي علومو په برخه کې د مسلکي کادرونو په روزلو د هېواد او سيمې د ودې لپاره د خدماتو په وړاندې کولو کې د يو معياري پوهنځي موقف ولري.

رسالت (Mission)

شرعياتو پوهنځی به د خپل اکاډميک ماموريت په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت د قانون مطابق خپل کړېدلي ملت ته د ښوونيز، مسلکي، قضايي، حقوقي او عدلي چوپړ په موخه مسلکي او وړ کادرونه وړاندې کړي، څو د هېواد او سيمې په کچه معياري خدمات وړاندې کړي.

ارزښتونه (Value)

۱- د هيواد ديني او ملي ارزښتونو ته بشپړه ژمنتيا، صداقت، ځواب ويونکي او مسلکي کېدنه.

۲- معياري او باکېفيته لوړې زده کړې.

۳- په ملي کچه د اړتياوو پر بنسټ د قضايي او عدلي ادارو لپاره مسلکي کادرونو روزل.

۴- د ابتدائيه، متوسطه، ليسه او نيمه عالي لوړو زده کړو لپاره ښوونکي او استادان روزل.

۵- د هېواد پالنې په روحيه مسلکي مبلغين او مرشدين روزل.

۶- له هر ډول تبعيض څخه ډډه کول.

۷- د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې يوه غښتلي اکاډميکه او په عدل ولاړه اداره رامنځ ته کول.

۸- په ټولنه کې د څېړنې فرهنګ دودول.

۹- په کارونو کې شفافيت او د فساد مخنيوی.

د شرعياتو پوهنځي اهداف

د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو سره سم په عدلي او قضايي اړخونو کې هېواد ته د مسلکي کادرونو روزنه.

د هيواد د ملي پروګرامونو سره سم په ټولنه کې د شرعي او قانوني پوهې کچه لوړول.

په علمي، عملي او نظري توګه د محصلانو روزل.

په اسلامي او ملي روحيه د محصلانو روزل.

په قانون باندې پوهه قضات ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کول.

د اسلام مبارک دين په اساسي مصادرو باندې پوهې ته زمينه برابرول.

په قران او نبوي سنتو باندې د اغيارو د اعتراضونو په علمي بڼه دفاع کول.

د اسلام څخه صحيح پوهه او برداشت حاصلولو ته زمينه برابرول.

په اسلامي ټولنه کې زيات شويو خرافاتو او رواجونو پېژندل او د هغې په علمي بڼه ردول.

په اسلام باندې پوهه او په اسلامي فکر سمبال داعيان روزل او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کول.

 

<کورپاڼه