د شيخ زايد پوهنتون محصلانو تر منځ د تحصيل تر عنوان لاندې والیبال سيالۍ پيل شوې.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۲۶
hghjyuythggh

تېره ورځ مازیګر د شيخ زايد پوهنتون په والیبال میدان کې د دوولسو پوهنځيو، لیلیې محصلانو او اداري کارکوونکو لوبډلو تر منځ د والیبال سيالۍ پیل شوې، چې په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې، د انجينري پوهنځي لوبډلې له طب او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي لوبډلې له کرنې پوهنځي څخه برياوې خپلې کړې.

يادې سيالۍ زده کړو ته د محصلانو هڅونې، ذهني ارامتیا، د محصلانو تر منځ د صمیميت او یووالي ساتل او د والیبال په برخه کې د محصلانو استعدادونو را برسېره کولو په موخه د محصلانو چارو معاونيت لخوا په لاره اچول شوي دي، چې اتلس ورځې به دوام وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۹
Background image

د اعتبار ورکؤنې سند د چيک لیستونو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ پیل شو.

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له لسمې نيټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز کې د اعتبار ورکؤنې سند د چيک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۱۳
Background image

شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ پیل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له نهمې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ ولایت زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۲۶
Background image

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو تر منځ د تحصيل تر عنوان لاندې والیبال سيالۍ پيل شوې.

تېره ورځ مازیګر د شيخ زايد پوهنتون په والیبال میدان کې د دوولسو پوهنځيو، لیلیې محصلانو او اداري کارکوونکو لوبډلو تر منځ د والیبال سيالۍ پیل شوې، چې په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې، د. . .

BACK TO NEWS