د شیخ زايد پوهنتون له رئیس سره د خوست اطلاعاتو او کلتور رئیس د همغږۍ ناسته تر سره کړه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۳۳
ذرذبلیذللب

په ياده ناسته کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحديث مولوي محمد نسيم صاحب او د خوست اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمد صابر صابري برخه لرله، د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې تر سره شوه.
په ناسته کې د دواړو لوريو له لوري په دوو اړخيزو همکاریو او خوست ولایت کې د کتابتون درې ورځني نندارتون په اړه موضوعات تبادله شول، چې ياد نندارتون به د کتاب او مطالعې ترويج په موخه په نږدې راتلونکي کې د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په لاره اچول کېږي، ترڅو خلک مطالعې ته و هڅول شي.
په غونډه کې د ياد نندارتون په ښه ډول تر سره کېدو په موخه د شيخ زايد او خصوصي پوهنتونونو رول مهم وبلل شو، چې د شيخ زايد پوهنتون محترم رئيس له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول ۱۶مه 
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې اتمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS