د محصلانو چارو معاونیت لرلید رسلات موخې او ارزښتونه

۱) لرلید  Vision

 د محصلانو چارو معاونیت د شیخ زاید پوهنتون رهبري، ادارې  او اکاډمیکو څانګو سره په ګډه کار کوي ترڅو د هیواد او نړۍ لپاره  مسلکي، تخصصي او په کار پوه بشري ځواک وروزی او د ټولنې د پراختیا او هوساینې لپاره غوره او باکیفیته خدامات وړاندې کړي.

۲) رسالت  Mission

په اسلامي او ملي روحیه  د هیواد  د ځوان کهول  روزنه ، د محصلانو د ظرفیت لوړوني پروګرامونو پلانول، د محصلینو لپاره په مارکیټ کې د مناسب کار پیداکول، د زده کړو د معیاري کیدو لپاره هڅې کول.

په عمومي ډول:

  • د مومن، متخصص او رښتني وطن دوسته بشري ځوان روزنه
  • د موثرو او اغیېزناکو خداماتو وړاندې کول
  • په خپل وخت او پرته له ځند د فارغو محصلینو اسناد پروسس او له وزارت څخه طۍ مراحل کول
  • د محصلینو لپاره د لیلی او بدل اعاشې خدامات پرمخ بیول
  • د محصلینو د نظم او ډسپلین څار او کنترول
  • د محصلینو د سپورټی خداماتو پلان او ترتیب
  • د محصلینو لپاره دسیمنارونو، علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو دایرول
  • د هیواد او نړۍ په کچه محصلینو ته د سکالرشیفونو برابرول

۳ )- ارزښتونه (Values)

  1. د اسلامي ارزښتونو ساتل او هغې ته پوره احترام
  2. د وطن دوستۍ او ولس ته د خدمت قوي روحیه ورکول
  3. د زده کړو کیفیت او معیاری کول
  4. نوښتونه او خلاقیت
  5. په چارو کی موثریت او اغیزمنتوب
  6. اړونده چاری په  سالم ډول مدیریت کول
  7. په چارو کې رڼا والی او د فساد په  مقابل کې مبارزه کول

۴) موخې  Goals

  • دزده کړو معیاری کول او کیفیت لوړول
  • دظرفیت لوړونی برنامو پراختیا
  • دمحصلانو لپاره دسالم چاپیریال ایجاد
  • د محصلینو لپاره  د خارجي هیوادو سره  دسکالرشیفونو او انټرشیف اړوند تفاهم نامی امضا کول
  • دتحصلي اسنادو څاراو کنترول
  • دالکترونیکی ډیټابسونو را منځ ته کول او دفساد په مقابل کی دومداره مبارزه
  • دمحصلینو په داسې ډول روزل ترڅو دمارکیټ غوښتنو ته ځواب ووایی
  • د اداری انکشاپ او پراختیا

د شیخ زاید پوهنتون دمحصلانو چارو معاونیت لرلید، ماموریت، موخې او ارزښتونه د  (   ۳  ) پروتوکول  او ( ۱۳۹۹/۶/۱۳  ) نیټې  علمي شورا له خوا تائید دی.

 

کورپاڼه>>