د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د رسنيو تخنیک په برخه کې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۱۶
زربذلدلداتل

د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د رسنيو د تخنيک (انتن او ډایپول پېژندنې) تر عنوان لاندې، دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ياد ورکشاپ په ترڅ کې د رسنیو د تخنيک په برخه کې د انتن او ډایپول نصب، تخنیکي ستونزې د مېګر په واسطه عملي ښودنه او فېډر کیبل تړلو عملي ښودنې پر لارو چارو باندې په نظري او عملي ډول کار ترسره شو.

دغه ورکشاپ چې دوه ورځې یې دوام درلود، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند د شیخ زاید راډیو نشراتو او تخنیک مدیریت مسؤلینو لخوا وړاندې شو.

د یادونې وړ ده، چې شيخ زايد راډیو دا مهال په ازمایښتي ډول په (FM 99.7) څپو باندې خپرونې پیل کړي دي او په پلان کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به په رسمي ډول خپرونې پيل کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د مېلمه ویاند برنامه وړاندې شوه.

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو لپاره د مېلمه ویاند برنامې په ترڅ کې د ژورنالېزم اړوند ځینې اړین موضوعات په عملي ډول وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د مسلکي راپور لیکنې په برخه کې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفرالمظفر میاشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون لري، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د درېیم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلانو ته د په نافذه قوانینو باندې د عمل کولو روحیه تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۲۹مې نيټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د پوهنتون دوولسو پوهنځیو. . .

BACK TO NEWS