د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د مېلمه ویاند برنامه وړاندې شوه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۴۷
ددړړناذلربالذ

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو لپاره د مېلمه ویاند برنامې په ترڅ کې د ژورنالېزم اړوند ځینې اړین موضوعات په عملي ډول وړاندې شول.

په دغه برنامه کې محصلانو ته په عملي بڼه د تلویزیوني راپور جوړولو او د کاري ساحې جوړو شویو راپورونو عملي تجروبې، د فوټو ژورنالېزم اړوند مسلکي ويډیو، تصویر او سټېنډاف اخیستنې، په بېړنیو حالاتو کې د راپور جوړولو هنرونه او لارې چارې، د ژورنالېزم اړوند نورو موضوعاتو په اړه په عملي بڼه معلومات وړاندې شول.

یاده برنامه د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او انسجام آمريت د رسنیو مرکز له لوري ترتیب شوې وه، چې د پژواک خبري آژانس خبریال یوسف منګل لخوا وړاندې شوه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

BACK TO NEWS