د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي دوویشتمې دورې فراغت غونډه ترسره شوه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۴
123

نن جمعه هغه غونډه چې په همدې موخه د شیخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې رابلل شوې وه، د شیخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد سربېره، د پوهنتون مرستيالانو، د طب پوهنځي رئيس، استادانو، محصلانو او د فارغیدونکو محصلانو خپلوانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد فارغو محصلانو او د هغوی والدینو ته د شپږ کلن زحمت او خواریو څخه د فراغت مبارکي ورکړه، همدا ډول د نبوي غوره صفاتو د بيان تر څنګ د اسلام له نظره د طب ځینې نظریې بيان کړې، د روحي او جسمي ناروغیو د تفکیک او د هغوی علاج په اړه یې په زړه پورې خبرې وکړې او زياته یې کړه چې تر ټولو غوره ډاکټر هغه دی، چې روحي او ذهني تله یې برابره وي، د طبابت تر څنګ د قوي ایمان په ګاڼه هم سمبال وي.

نوموړي فارغو ډاکټرانو ته د خپلې دندې په صادقانه او ایماني اصولو سره سم پر مخ بېولو توصیه وکړه.

د علمي چارو مرستيال سيد اسماعيل روحاني فارغو محصلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي ورکړه، نوموړي فارغو محصلانو ته د خپلو خدماتو وړاندې کولو په وخت کې عقیدتي، فرهنګي او ټولنيزو ادابو په پام کې نيولو ترڅنګ د داسې نيکو اخلاقو څخه د کار اخيستلو توصيه وکړه، چې په ټولنه کې د شيخ زايد پوهنتون ښه استازولي وکړای شي.

ښاغلي روحاني زياته کړه؛ چې محصلان خپلې زده کړې په همدې ځای بس نه کړي؛ بلکې لا مخکې لاړ شي او د طب په مختلفو برخو کې تخصص تر لاسه کړي، تر څو ټولنې ته په ښه شان د خدمت جوګه شي.

د محصلانو چارو مرستیال او د طب پوهنځي استاد پوهنيار مجاهد همت يار ټولو فارغو محصلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي ورکړه او هيله یې وکړه چې ډاکټر صاحبان هغه ډول چې لازمه ده خپل طبي اخلاق په نظر کې ونيسي او د روغتيا په ډګر کې نورې لاسته راوړنې هم وکړي.

په پای کې يوتن فارغ تحصيل محصل ډاکټر حامد حبیب د ټولو محصلانو په استازیتوب خبرې وکړې، نوموړي د طب پوهنځي له استادانو همدا ډول د پوهنتون له رهبري مننه او قدرداني وکړه چې په تېره شپږ کلنه دوره کې یې له دوی سره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وکړې.

یاده دوویشتمه دوره کې (۷۵) محصلانو د فراغت سندونه واخیستل.

غونډه د تصدیق پاڼو په ورکولو او دعا په ویلو سره پای ته ورسيده.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د عاشورې ورځې تاریخي پس منظر او اهمیت باندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني ديني سیمینار کې د عاشورا ورځې په تاریخي واقعاتو، اهمیت، د نبوي احادیثو په رڼا کې د عاشورا ورځې فضیلتونه او د روژې نیولو ثوابونه تشریح شول. د محرم لسمه چې د عاشورا په نوم. . .

BACK TO NEWS