د شيخ زايد پوهنتون څخه د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ليدنه تر سره کړه.
د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا د شيخ زايد پوهنتون څخه د علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې محصلانو د شيخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي، څېړنيز فارم، لابراتوارونو او اړوندو برخو څخه ليدنه وشوه، چې د مسؤلینو له لوري په هره برخه کې اړين معلومات ورکړل شول.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام ۲۴مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۲۰مه
۲۰۲۶ م کال د جون لسمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
