محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار وړاندې شو.
په دغه سیمينار کې د آنلاين رسنيو پېژندنه او د نورو رسنيو سره یې توپير، په آنلاین رسنيو کې د اعلاناتو جوړښت، اهميت، رول، ډولونه، د آنلاين رسنيو د اعلاناتو مخاطب پېژندنه، په آنلاین رسنيو کې د مصرف کونکي پرېکړې اغېزمنتيا، د سوداګريزو آنلاين اعلاناتو اخلاقي اړخونو او يو شمېر نورو موضوعاتو باندې هر اړخيز معلومات وړاندې شول.
ياد سيمينار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري برابر شوی و، چې د ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځي استاد پوهندوی فاروق جان منګل له لوري ارائيه کړل شو.
ورځ: چهار شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الثاني ۲۴مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ميزان ۱۵مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
