د شيخ زايد پوهنتون کادري ازموينې خبرتيا!
د ټولنيزو علومو عمومي تاريخ، د کرنې پوهنځي حيواني علومو، چاپېريال ساتنې او اګرانومي څانګو، د ژورنالېزم پوهنځي ژورنالېزم څانګې، د کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي سيستمونو څانګې، د وترنري علومو پوهنځي غذایي موادو حفظ الصحه او ټکنالوژي څانګې، همدا ډول د ښوونې او روزنې پوهنځي کيميا، فزيک، عمومي تعلیم او تربيې څانګو هغو نوماندانو ته خبر ور کول کېږي، چې يادو کادري بستونو لپاره يې ځانونه نوماندان کړي دي او د انتخاب په لېست کې يې نومونه موجود دي، د خارجي ژبې ازموينه يې يکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب میاشتې په لسمه نېټه اخیستل کېږي او تخصوصي ازموينه يې دوشنبه د کب په يوولسمه نېټه اخيستل کېږي.
د ازموینو وخت: سهار ۷:۳۰ دقیقې
د ازموینو ځای: شرعیاتو پوهنځی، امام ابوحنیفه رحمه الله غونډو تالار
نشراتو او عامه اړيکو آمريت
