شيخ زايد پوهنتون کې د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینې د بايومتریک لړۍ پيل شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
ربیزطلییبرسیسب

نن سه شنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې دویمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال رجب المرجب مياشتې له دویمې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست له لوري د دیني مدارسو عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینې لپاره د بايومتريک لړۍ پيل شوه، چې درې ورځ به دوام ولري.
په پلان کې ده چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې په شپږمه نيټه د يادې ازموینې اخيستلو لړۍ پيل شي، چې د خوست ولایت څخه به پکې ۱۴۸۸ فاضلان برخه واخلي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS