شیخ زاید پوهنتون د ملي بیرغ د زمري اوومه ملي ورځ ولمانځله

szu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۰:۹
شیخ زاید پوهنتون د ملي بیرغ د زمري اوومه ملي ورځ ولمانځله

د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ددې هېواد د تاریخي شالید او بېلابېلو حالتونو ترجماني کوي چې په لیدو سره یې ډېرې خاطرې او انقلابونه رایادوي، کچیرته خپل درې رنګه بیرغ ته ځیر شو زموږ د هېوادوالو د زرګونو تراژیدیو، .بریاوو، سرښندنو او د مظلومیت او بیچاره ګۍ الهامونه پکې نغښتي دي

شیخ زاید پوهنتون د ملي بیرغ د زمري اوومه ملي ورځ ولمانځله
د یوه هېواد ملي بیرغ د ملي هویت او ملت جوړونې ملي سمبول، اساس او بنسټ جوړوي، د ملتونو ملي ارزښتونه فرق کوي، خو هر ملت خپلو ملي ارزښتونو ته بې درېغه درناوی لري، همدغه ملي ارزښتونه دي، چې هېوادونه د .ژوندي او واحد ملت په توګه یاد او ښاد ساتي


.په نړۍ کې ملتونه په ملي ارزښتونو او مقدساتو ژوندي، راټول او متحد وي او په ګډه د خپلو ملي ارزښتونو ساتنه او پالنه کوي، په دې برخه کې حتی خپل سر، ځان او ژوند نه درېغويستا محراب، منبر نښان لوړ دې وي پر ټول جهان

 

   ای بیرغه د افغان ‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د شیخ زاید پوهنتون داخلي سرکونه په اساسي ډول جوړونې پروژه تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

تیره ورځ ناوخته (۱۳۹۹/۱۱/۲۲)د شیخ زاید پوهنتون د داخلي سرکونو په اساسي ډول د جوړونې پروژه د۴۶میلیونه ۳۱۹زره ۹۳۷ افغانیو په مالي لګښت د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د انکشافي بودجې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۴
Background image

شیخ زاید پوهنتون کې د (۳۲۹) تنو استادانو او اداري کارمندانو ښارګوټې پچه اچونې(قرعه کشۍ) مراسم ترسره شول

نن ورځ د (۱۳۹۹/۱۱/۱۴) د خان عبدالصمدخان اڅکزي د غونډو په تلار کې د (۳۲۹) تنو استادانو او اداري کارمندانو ښارګوټي د پچې اچونې مراسم د استاد پوهنمل محمد ولید اسحق زي په تلاوت سره پیل شول.. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۱:۱
Background image

د شیخ زاید پوهنتون او طلوع افتاب لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

نن ورځ ( ۱۳۹۹/۱۱/ ۶)د شیخ زاید پوهنتون او طلوع افتاب لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ په اتو مادو کې د پنځو کالو لپاره د علمي همکاریو هوکړه لیک د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي او. . .

BACK TO NEWS