شیخ زاید پوهنتون کې د دوه نيم میلیونو افغانیو په لګښت د پیادهرونو او شنو ساحو جوړولو چارې پیل شوې.
شیخ زاید پوهنتون کې د دوه نيم میلیونو افغانیو په لګښت عمومي جومات، اداري ودانۍ او لیلیې پیادهرونو ترمیم او لوړ کیفیت چمن د کرلو چارې پیل شوې.
د یادې پروژې په بشپړیدو سره به د پوهنتون ښکلا زياته او د محصلانو ذهني ارامتیا لپاره منظم او معياري چاپېریال رامنځته شي.
د دې پروژې د جوړولو لګښت د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي، چې مالي او اداري معاونيت يې اړوند چارې پرمخ وړي.
نېټه: چهار شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأولی ۲۳مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب ۱۳مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
