شیخ زاید پوهنتون یو ځل بیا د هېواد په کچه علمي (اکاډمیک) اعتبار تر لاسه کړ.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
321

د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د هېواد معتبرو پوهنتونونو د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب ارزونه ترسره کړه، چې د هېواد پنځو معتبرو پوهنتونونو خپل اعتبار بیا ځل تر لاسه او خوندي کړ، چې شیخ زاید پوهنتون هم په دې غوره او معتبرو پوهنتونونو کې ځای لري، په همدې اساس د یوې غونډې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون اداره د بشپړ علمي اعتبار سند خوندیتوب په پار وستایل شوه. یاده غونډه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کابل پوهنتون په حضرت امام قتیبه بن سعید رحمه الله تالار کې ترتیب شوې وه، چې د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب او یاد اعتبار اخیستونکي لوړو زده کړو بنسټونه پکې وستایل شول. د شیخ زاید پوهنتون اداره د دغه ویاړ د بیا ترلاسه کولو په موخه ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه لوړو زده کړو وزارت او د خپل علمي کور ټولو غړو ته مبارکي وړاندې کوي او هڅه کوي، چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په کچه لومړی مقام خپل او د سیمې په کچه د اکاډمیک اعتبار اخیستلو ته لاره پیدا کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۵
Background image

د شیخ زاید پــوهـنتـون د 1405 هـ.ش کال د روزانه، اخــتصاصي او شبانه کانکور ظرفیت

طب، انجینري او زراعت

وړدنتاللذرل

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اقتصاد، ژورنالطزم او تعليم او تربيه

بیقفلااتت

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

حقوق او سيلسي علوم، وترنري علوم او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS