شیخ زاید پوهنتون یو ځل بیا د هېواد په کچه علمي (اکاډمیک) اعتبار تر لاسه کړ.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۷
123

د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د هېواد معتبرو پوهنتونونو د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب ارزونه ترسره کړه، چې د هېواد پنځو معتبرو پوهنتونونو خپل اعتبار بیا ځل تر لاسه او خوندي کړ، چې شیخ زاید پوهنتون هم په دې غوره او معتبرو پوهنتونونو کې ځای لري، په همدې اساس د یوې غونډې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون اداره د بشپړ علمي اعتبار سند خوندیتوب په پار وستایل شوه.

یاده غونډه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کابل پوهنتون په حضرت امام قتیبه بن سعید رحمه الله تالار کې ترتیب شوې وه، چې د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب او یاد اعتبار اخیستونکي لوړو زده کړو بنسټونه پکې وستایل شول.

د شیخ زاید پوهنتون اداره د دغه ویاړ د بیا ترلاسه کولو په موخه ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه لوړو زده کړو وزارت او د خپل علمي کور ټولو غړو ته مبارکي وړاندې کوي او هڅه کوي، چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په کچه لومړی مقام خپل او د سیمې په کچه د اکاډمیک اعتبار اخیستلو ته لاره پیدا کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۳:۵۰
Background image

د انجینري پوهنځي مهندسي څانګې محصلانو کابل ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زاید پوهنتون انجينري پوهنځي مهندسي څانګې ۳۰ محصلانو د دوو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې مرکز کابل ته د علمي سفر په ترڅ کې د بېلا بېلو ځايونو څخه لېدنه وکړه.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۳:۴۵
Background image

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير د شيخ زايد پوهنتون له رهبرۍ سره ناسته تر سره کړه.

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين صاحب د شيخ زايد پوهنتون مقام کې د دې پوهنتون له رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب او د رهبري غړو سره ناسته تر سره کړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د لومړيو ټولګيو محصلانو ته د کمپيوټر زده کړې مهارتونو شل ورځنی کورس پيل شو.

د شیخ زايد پوهنتنون محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د اوو پوهنځيو ښوونې او روزنې، ژبې او ادبيات، کرنې، طب، ژورنالېزم او عامه اړیکې، وترنري علومو او ټولنيزو علومو محصلانو لپاره د. . .

BACK TO NEWS