د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
طزبیلرادړړ

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي محصل مطیع الله زيارمل لخوا وړاندې شو او محصلانو ته د معاصرې ټکنالوژۍ د یوه مهم علمي ډګر د ور پېژندلو تر څنګ وروښودل شول چې علمي مفاهیم څنګه په عملي پروژو کې پلي کېږي.
په دغه ورکشاپ کې د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌کړې بنسټیز مفاهیم په ساده او علمي ژبه تشریح شول. همدارنګه، د معلوماتو د راټولولو او تحلیل، د معلوماتو د چمتو کولو، د ماډلونو د روزنې او ارزونې پړاوونه په عملي ډول وښودل شول.
د يادولو وړ ده چې د ياد يو ورځني ورکشاپ څخه موخه په راتلونکو کې د کاري فرصتونو لپاره د اړینو مهارتونو د ترلاسه کولو زمینه برابرول و.
ورځ: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الثاني ۱۴مه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب څلورمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS