په اسلام کې د سولې ارزښت ترسرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس دایر شو

szu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۴:۳۵
په اسلام کې د سولې ارزښت ترسرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس دایر شو

په اسلام کې د سولې ارزښت ترسرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس دایر شو.

یاد کنفرانس د شیخ زاید پوهنتون خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالار کې د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو.

په اسلام کې د سولې ارزښت ترسرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس دایر شو

په سرکې د سولې مرکز مشر پوهنیار فاروق جان منګل پرانستونکې وینا وکړه او ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د سولې مرکز د سوله ایز افغانستان او سوله ایز ژوند د میتودونو د رواجولو ترڅنګ تل هڅه کوي، چې محصلین او استادانو ته د تحقیق موقع برابره کړي او پدې برخه کې پانګونه کوي، تردې دمه یې ګڼ شمېر استادان او محصلینو ته موقع برابره کړي او د یاد مرکز هڅه همدا ده ، چې شیخ زاید پوهنتون په یو تحقیقتي مرکز بدل کړي.

په اسلام کې د سولې ارزښت ترسرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس دایر شو

د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي د پکتیا پوهنتون او د پامیر پوهنتون څخه راغلې استادانو ته ښه راغلاست ووایه او د ننې کنفرانس د ارزښت په اړوند یې زیاته کړه، چې په پوهنتونونو کې د سولي اړوند مرکزونه باید د عامه خلکو په اذهانو باندې کار وکړي، کچېرې د اذهانو په جوړیدو سره یو فرد په لوړ فکر او وطني روحیه وروزل شي او د داسې اذهانو د جوړیدو په نتیجه کې ټولنه او د ټولنې په جوړیدو سره سوکاله، ارام ژوند او پرمختللی هېواد رامنځته کیدلی شي.

په اسلام کې د سولې ارزښت ترسرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس دایر شو

سوله د افغانانو د پاره ځانګړي ارزښت لري، د افغانانو څلوېښت کالنې جګړې ډېر بد حالات رامنځ ته کړي دي، نن باید ددې بدو حالاتو څخه راووځو، همدا یوه لاره ده، چې یو بل وزغمو، صبر او د یو بل منلو سره سوله پایښت مومي.

ښاغلي اریوبي زیاته کړه، چې د پرمختللو هېوادونو پوهنتونونه او علمي اکاډمیک ځایونه د هېواد دپاره زیات عواید د تحقیق او ریسرج له لارې لاسته راوړي، شیخ زاید پوهنتون هوډ لرې، چې د تحقیق او ریسرچ لمنه پراخه کړي او له همدې لارې کوچنیو او لویو ستونزو ته د حل لار ومومي .

د محصلانو چارو معاون پوهنیار محمد داود بابکرخېل په محصلینو غږ وکړ، چې تاسې د روخصتیو له فرصت څخه استفاده وکړئ او خپل قیمتي وخت بې ځایه مه تېروئ، مهمه خبره دا ده چې تاسو په یوه موضوع باندې تحقیق وکړئ، د خپلې ټولنې ستونزې یاداشت او د حل لارې هم ورته وسنجوئ او یو معقوله لاره یې په لیکلې بڼه له ځان سره راوړئ، دوه ګټې به مو کړې وي، یو خوا به ستاسو په کلیو او بانډو کې ستونزې حل شوې وي او له بلې خوا به تاسو د تحقیق او ریسرچ میتود عملي کړی وي.

په اسلام کې د سولې ارزښت ترسرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس دایر شو

د پکتیا پوهنتون استاد خالد حبیب د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې د سولې اړوند پروګرامونه او علمي کنفرانسونه یې په لاره اچولې دي او ترڅنګ یې وړاندیز وکړ، چې د یادو علمي پرګرامونو لمن دې پراخه کړي؛ ترڅو د خصوصي پوهنتونونو سربېره د پکتیکا او پکتیا پوهنتونونو محصلین او استادان هم ورڅخه برخمن شي.

د راټولیدنې په دوهمه برخه کې د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد محمد علم صاپي لخوا د( څه ډول د پوهنتون اکاډمیکو اشخاصو څخه د سولې په رامنځته کیدو کې ګټه واخلو) او د پامیر لوړو زده کړو مؤسسي استاد ابراهیم منګل لخوا د (نړیوال بشرپاله حقونو پیژندل) تر عنوانونو تر سرلیک لاندې سمینارونه ارایه شول. یاد سمینارونه د محصلینو پوښتنتو ته د ځوابونو په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۰
Background image

محصلانو ته د سایبري بریدونو په اړه سیمينار وړاندې شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ھ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ھـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د سايبري بريدونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۶
Background image

د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې خالي کادري بستونو لپاره د خارجي ژبې ازموینه واخيستل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۷مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې کمپیوټر ساينس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۴
Background image

محصلانو ته د ازموینو پر مهال د اضطراب او ستړیا اړوند سیمينار ورکړل شو.

د ازموينې اضطراب داسې يوه پديده ده، چې ډېری افرادو تجربه کړې ده او دا يو طبيعي حس دی، چې زیات محصلان يې له ازموينې وړاندې تجربه کوي او هغه مهال د ازموينې د اضطراب په عنوان پېژندل کېږي،. . .

BACK TO NEWS