د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې خالي کادري بستونو لپاره د خارجي ژبې ازموینه واخيستل شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۶
سمکينار

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۷مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې کمپیوټر ساينس، اداره او تجارت پوهنځیو اړوند خالي کادري بستونو له نوماندانو څخه د انګلیسي ژبې ازموینه واخيستل شوه.

چې د يادې ازموینې له بريالیو نوماندانو څخه به تخصصي ازموینه، سبا ورځ چهارشنبه د سرطان مياشتې په څلورمه نیټه سهار ۹:۰۰ بجې د امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې چې د شرعياتو پوهنځي په درېیم پوړ کې موقعیت لري واخيستل شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون ۴۰ تنو استادانو لپاره د «تحقیق اصول» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز کورس پای ته ورسېد.
د یاد کورس د پای مراسمو ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د شیخ زاید پوهنتون عمومي سړکونو او چاپېریال د لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو ۴۰ تنو استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

BACK TO NEWS