د سافټويرونو په مرسته د مأخذونو ليکلو تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د پوهنځيو اړوند څېړنو فرعي کمېټو لپاره د انټرنيټي پوستغالو (زیترو، مانډيلي او اينډ نوټ سافټويرونو) په مرسته د مأخذونو ليکلو يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
د دې تر څنګ، څنګه کولی شو چې ادبي غلا په اسانۍ سره وپېژنو، له ادبي غلا څخه پرته ليکنه کول، که ادبي غلا تر سره شوې وي څه بايد وشي، د مأخذونو ليکلو کې، د ليکوالانو، کتاب، ژورنال او ويب پاڼې د راوړلو طریقې او دې ته ورته نورو موضوعاتو باندې بحث تر سره شو.
د يادولو ده چې ياد ورکشاپ د مسلکي پراختيا مرکز سره په همغږۍ برابر شوی و او د شیخ زايد پوهنتون علمي څېړنو مرستيال پوهندوی دوکتور احمد جاويد شکيب له لوري وړاندې شو.
نېټه: دوشبنه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الثاني ۱۵مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ميزان شپږمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
