د اقتصاد پوهنځي لنډه پېژندنه
د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځی د هېواد یو له مهمو علمي او څېړنیزو مرکزونو څخه دی، چې د لوړو زدهکړو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. دا پوهنځی په خوست ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون د بنسټیزو پوهنځیو څخه دی او د اقتصاد ، سوداکري ادارې او مالی او بانکې چارو په برخو کې د مسلکي کادرونو روزلو، علمي څېړنو او ټولنې ته د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو مسؤلیت لري.
د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځی په ۱۳۸۲ هـ.ش (۲۰۰۳ میلادي) کال کې رسماً خپل فعالیت پیل کړ. پیل کې یې یوازې د سوداګرۍ اداره څانګه فعاله وه، خو په ۱۳۹۳ هـ.ش کال کې د مالي چارې او اسلامي بانکداري او تطبیقي اقتصاد په نوم دوه نورې څانګې هم رامنځته شوې او په دې توګه دا پوهنځی اوس مهال درې فعالې څانګې لري. تر اوسه پورې یې په نولسو (۱۹) دورو کې ۲۱۷۴ تنه فارغین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، او د شپې برنامه هم لري چې یوازې د سوداګرۍ اداره په څانګه کې فعالیت کوي او تر دې مهاله پورې یې ۵ دورې محصلین وړاندې کړي دي. اقتصاد پوهنځی ۱۹ تنه استادان لري چې ۱۵ تنه یې د ماسټرۍ او ۴ تنه یې د لیسانس تحصیلي سویه لري، او ۳ تنه یې اوس مهال په داخل کې د دوکتورا او ماسټرۍ زدهکړې ترسره کوي. د پوهنځي مشرتابه په دوامداره توګه هڅې کوي ترڅو د خپلو استادانو د علمي سویې د لوړوالي په خاطر ډېري استادان د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د هېواد داخلي پوهنتونونو ته ولیږي او په داخل او خارج کې ورته د لنډمهاله کورسونو زمینه هم برابره کړي. همدارنګه، اقتصاد پوهنځی د محصلینو د زدهکړې او څېړنې لپاره د یو قوي کتابتون او کمپیوټر لیب په درلودلو سره مناسبې اسانتیاوې برابروي، چې محصلین کولی شي له دغو امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي