د اکاډميکو اسانتياوو نوملړ

د معلوماتی سیستمونو څانګه د محصلینو د عملي زده کړو لپاره په مجهزو کمپيوټرونو سمبال، د سولر سیستم دایمي برېښنا باندې چلیږي(په یو شمېر وختونو کې د پوهنتون د عمومي برېښنا څخه هم ګټه اخلي)، یو لېب لري. همدا ډول محصلین د پوهنتون په کچه له انټرنېټ(محدود)  او استادان له غیرې محدود انټرنېټ څخه ګټه اخلي. د پوهنځی په سطحه په(پروجېکټور، میز،چوکي، سپېنه تخته، او ساونډ سیستم) سمبال ټولګي لري؛ همدا ډول د پوهنځی او پوهنتون عمومي کتابتون څخه هم د مطالعې په موخه ګټه اخیستلی شي. د معلوماتي سیستمونو څانګې استادان له هر ډول قومي، ژبې، سمت او مذهبي تعصبونو پرته په ارام او امن چاپیریال کې تدریس او محصلین زده کړې ترسره کوي. د څانګې آمریت ټولو نافذه قوانینو او اصولو ته په درنښت د استادانو او محصلینو د ستونزو د حل په موخه د توان سره سم فعالیت کوي.

<<کورپاڼه