د شیخ زاید ستوري تر عنوان لاندې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې.

szu_admin
Sun, May 18 2025 9:13 AM
cricket

دغه لس اوریزې لوبې چې څو ورځې وړاندې د شیخ زاید پوهنتون دوولس پوهنځيو، لیلیې او اداري کارکوونکو ترمنځ پیل شوې وې، د کرنې پوهنځي په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د پای لوبې ټاس د اقتصاد پوهنځي لوبډلې وګاټه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې د لسو اورونو په لوبولو سره یې وکولی شول چې مقابلې لوبډلې ته ١٧٨ منډې هدف وټاکي او په بل اړخ کې بیا د کرنې پوهنځي لوبډلې یاد هدف په وروستي اور کې د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

د سیالیو غوره لوبغاړی د کرنې پوهنځي نورولي او د پای لوبې غوره لوبغاړی عمران و نومول شو، د ورزش کمېټې غړي او غوره لوبغاړي هم په معنوي ډالیو ونازول شول.

د پای په مراسمو کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار لوبغاړو او محصلانو ته وویل؛ چې دوی به په راتلونکي کې هم محصلانو ته نورې ورزشي برنامې جوړې کړي او هم به دغه کال د علمي برنامو له پلوه ښه کال وي.

د یادونې وړ ده چې شیخ زاید پوهنتون په تېر کې هم محصلانو ته د زده کړو تر څنگ بېلا بېلې تفریحي او ورزشي برنامې په لاره اچولي دي ترڅو محصلان لا تشویق او وهڅول شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS