د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

szu_admin
Sun, May 03 2026 2:58 PM
cvgk,,m,kkm

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو،  د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت نماينده ګانو د پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمريت مسؤلینو برخه لرله. 
د ازموينې ګډونوالو ته د علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسين خېل له خوا د ازموینې په اړه معلومات او د بشپړ شفافيت ډاډ ورکړل شو.
د يادو خالي بستونو لپاره چې د اعصابو جراحي، عقلي عصبي جراحي او داخله (ام ډي) ډاکټران پکې شامل دي، شاوخوا (۴۵) کسانو ځانونه نوماندان کړي و، چې د ازموینې وروسته به هغه کسان چې لوړې نمرې تر لاسه کړي د يادو بستونو لپاره وګمارل شي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۱۶مه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۱۳مه
 ۲۰۲۶ م کال مې د درېیمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS