شيخ زايد پوهنتون کې د ژمني سمستر ازموینو لړۍ پيل شوه.
نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له اولې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د ژمني سمستر ازموینو لړۍ پيل شوه.
د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني د رهبري سره په ملتیا د بېلا بېلو پوهنځیو د ازموینو صحنو څخه لیدنه وکړه، مسؤلینو او محصلانو ته یې د ازموینو په ښه شان تر سره کيدو په اړه لازمې سپارښتنې او هدایات وکړل، چې د استادانو لخوا یې د تر سره کیدو ډاډ ورکړل شو.
د يادولو ده چې د ژمني سمستر ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل سره سم د نورو سړو سیمو د پوهنتونونو تر څنګ نن شيخ زايد پوهنتون کې هم پیل او شاوخوا یوه مياشت به دوام وکړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

