شيخ زايد پوهنتون کې د ژمني سمستر ازموینو لړۍ پيل شوه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۳
bnghjmnjk,m

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له اولې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د ژمني سمستر ازموینو لړۍ پيل شوه.
د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني د رهبري سره په ملتیا د بېلا بېلو پوهنځیو د ازموینو صحنو څخه لیدنه وکړه، مسؤلینو او محصلانو ته یې د ازموینو په ښه شان تر سره کيدو په اړه لازمې سپارښتنې او هدایات وکړل، چې د استادانو لخوا یې د تر سره کیدو ډاډ ورکړل شو.
د يادولو ده چې د ژمني سمستر ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل سره سم د نورو سړو سیمو د پوهنتونونو تر څنګ نن شيخ زايد پوهنتون کې هم پیل او شاوخوا یوه مياشت به دوام وکړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۸
Background image

د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي فارغانو د طبي شورا په ازموینه کې لوړ مقامونه خپل کړل.

د شيخ زايد پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغو شویو محصلانو د طبي شورا (NMLE) په ازموینه کې چې د هېواد په کچه اخيستل کېږي، درېیم او پنځم مقامونه خپل کړل.

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د ژمني سمستر ازموینو لړۍ پيل شوه.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له اولې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د ژمني سمستر ازموینو لړۍ پيل شوه.

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

د شيخ زايد پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو فعاليتونه و ارزول شول.

د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو معاونيت اړوند کارکوونکو چارو آمريت، د خوست ولایت کارکوونکو چارو رياست او د خوست ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت د یو ګډ هیئت له لوري د. . .

BACK TO NEWS