د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي څخه ۹۴ تنه محصلان فارغ شول.
نن چهارشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۲۶مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي څخه ۹۴ تنه ډاکټران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
هغه غونډه چې په همدې موخه د امام ابو حنیفه رحمه الله غونډو په تالار کې را بلل شوې وه، د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني، د خوست ولایت مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت، د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب، د طب پوهنځي رئيس پوهندوی محمد کامل، د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو، محصلانو او د فارغو شویو محصلانو خپلوانو ګډون کړی و.
د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـاني په خپله وینا کې د مبارکۍ تر څنګ وویل؛ چې یوه ټولنه هغه وخت پرمختګ کولی او په ځان بسيا کيدلی شي، چې په هره برخه کې استعدادونه ولري او محصلانو ته یې د صداقت، امانتدارۍ او خپل پاک مسلک ته د ژمن پاتې کيدو سپارښتنې وکړې او ویې ويل چې لوړو زده کړو وزارت تاسو ته د هر ډول پرمختګ زمينه برابره کړې ده، چې لا هم پرمختګ وکړئ او له دې فرصت څخه ګټه واخلئ.
نوموړي وويل؛ چې په تاسو د ملت سرمایه مصرف شوې ده، بايد خپل مسلک ته پوره ژمن او د تقوا په لرلو سره د دې ملت حق په ښه ډول اداء کړئ.
غونډې ته د خوست مرستيال والي، د محصلانو چارو مرستيال او د طب پوهنځي رئيس هم ویناوې وکړې، دوی په خپلو ويناوو کې د علم ارزښت، په خپل مسلک کې د لا پرمختګ، په ښه شان او د تقوا له مخې د خپلو مسؤلیتونو اداء کولو، صداقت، تقوا، ایماندارۍ، حوصلې، خپل مسلک او ملت ته ژمنتيا، سپیڅلتيا په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې ور ياده کړه چې په راتلونکې کې د خپلو زده کړو د لا پرمختیا تر څنګ راتلونکو مسؤلیتونو کې له پوره امانتدارۍ څخه کار واخلي.
غونډه فارغو شویو محصلانو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
