د ميراث علم په اړه محصلانو ته د عامه پوهاوي سیمينار وړاندې شو.

تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الآخر میاشتې له ۲۶مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه عامه پوهاوي سیمينار ورکړل شو، چې د پیل په خبرو کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منیب د ښځو د ميراث حق په ارزښت او اهميت باندې خبرې وکړې.
په دغه سیمينار کې د ميراث علم پېژندنه، په قرآن کريم کې د ښځو د ميراث حق، په ميراث کې د ښځو لپاره ټاکل شوې برخې او په میراث کې د شرعې خلاف کړنو ناوړه پایلو په اړه معلومات ورکړل شول.
ياد سیمینار د شرعياتو پوهنځي استاد شیخ الحدیث مولوي شېر محمد حنفي لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت