له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.
شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.
په دغه کنفرانس کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم صاحب سربېره، د پوهنتون استادانو او د خوست ولایت بېلا بېلو ادارو مسؤلينو هم برخه لرله چې د افغانستان او چين د تاریخي اړيکو لنډه مطالعه، پرتلنه، اغېز او اړتياوې، د رحمان بابا په کلام کې د عربي کليماتو استعمال، د جزایي اجراآتو اصول بنسټونه، د اسلام له نظره د ټولنيزو ارتباطاتو اصول او ارزښتونه، د اپـ.ـسټيزم نړيوالې دجـ.ـالي شبکې فعاليتونو ته لنډه کتنه، شريعت او سياست دایمي قانون او بشري ادارې ترمنځ اړيکه او توازون په شمول د نوولسو مقالو پایلې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.
یاد کنفرانس د علمي څېړنو معاونیت له لوري برابر شوی و، چې په يادو موضوعاتو باندې د څېړنو تر سره کېدو اهداف، وړاندیزونه او د څېړنو پر بنسټ لاسته راغلې پایلې وړاندې شوې، تر څو په راتلونکي کې عملي اقدامات ترسره شي.
ورځ: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الثاني اتمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ميزان ۲۷مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
