شیخ زاید پوهنتون په لاندې شپنیو لېسانس برنامو (پوهنځیو) کې نوي ۱۲ پاس او ۱۴ پاس محصلان جذبوي

szu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۱:۵
khbartia

شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت خبرتیا!

 شیخ زاید پوهنتون په لاندې شپنیو لېسانس برنامو (پوهنځیو) کې نوي ۱۲ پاس او ۱۴ پاس محصلان جذبوي، هیله ده چې په شرایطو برابر فارغان دا زرین چانس له لاسه ور نه کړي:

۱ - کمپیوټر ساینس پوهنځی، معلوماتي ټکنالوژي (IT) څانګه

۲ - شرعیاتو پوهنځی، فقه او قانون څانګه

۳ - اقتصاد پوهنځی، ادارې او تجارت څانګه

۴ - حقوقو پوهنځی، اداره او دیپلوماسي څانګه

۵ - ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه

۶ - ښوونې او روزنې پوهنځی، کیمیا څانګه

 داوطلبان کولی شي، چې د روان کال عقرب مياشتې له (۱۳)مې څخه د یادې مياشتې  تر (۲۰)مې نيټې پورې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د ثبت او راجسټر عمومي مدیریت څخه د نوم لیکنې فورمونه تر لاسه کړي.

 یادونه: د یو فورم قېمت (۴۰۰) افغانۍ دی.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS