اداري کارکوونکو ته یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

د شيخ زايد پوهنتون اداري کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې، ګزارش ورکؤنې او ارزيابۍ په برخه کې یو ورځنی ورکشاپ داير شو.
ياد ورکشاپ چې د مالي او اداري معاونيت اړوند بشري سرچینو آمريت لخوا پر لاره اچول شوی و، د پوهنتون بېلا بېلو آمريتونو کارکوونکو په خاص ډول نویو ګمارل شويو کارمندانو ګډون درلود، چې د پلان جوړونې، ګزارش ورکؤنې او ارزيابۍ اړوند مهم مسايل پکې تر بحث لاندې ونيول شول.
هېره دې نه وي چې د ياد آمريت لخوا وخت ناوخت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ښې ادارې او مديریت اړوند موضوعاتو باندې ورکشاپونه او سیمينارونه ترتيبېږي، چې د اداري آمورو په ښه ډول پر مخ بېولو لپاره مهم دي.