د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي نویو محصلانو ته د پوهنتون او پوهنځي پېژندنې سیمينار ورکړل شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۹:۵۵
qwer

د شيخ زايد پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي لومړي ټولګي ته نویو شاملو شویو محصلانو ته د پوهنتون او پوهنځي پېژندنې معلوماتي سیمينار ور کړل شو.

د قرآن الکریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت څخه وروسته د سيمينار په پیل کې د ياد پوهنځي مسؤلینو لخوا محصلانو ته ښه راغلاست ووايه او د پوهنځي ارزښت تر څنګ يې د پوهنتون پېژندنې په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل محمد ساقي عادل لخوا د پوهنتون او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي، کريډېت سيستم، اکاډميکو او اخلاقي اصولو، د پوهنتون رهبري، د پوهنځي اداري کارکوونکي پېژندنې تر څنګ د نورو هر اړخيزو موضوعاتو په اړه بشپړ سیمینار وړاندې کړ.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS