د شرعياتو او حقوقو پوهنځیو محصلانو ته د قضیې له محل څخه د اثباتیه مدارکو را ټولونه او کوروکي تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۱۲
fghhbnm,.k

نن دوشنبه د ۱۴۰۴هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۹مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د جرمي پېښې له محل څخه د اثباتیه مدارکو را ټولونې او کوروکي په تړاو سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري په لاره اچول شوی و، د خوست ولایت امنيه قوماندانۍ اړوند د کریمنل تخنیک مسؤلینو له لوري وړاندې شو، چې پکې د اثباتیه مدارکو پېژندنه، را ټولونه، ډولونه، عکاسي کول او همدارنګه د جرم سحنې په مکمل ډول کوروکي اخیستنه باندې مفصل معلومات ورکړل شول، چې د محصلان د عملي زده کړو لپاره ګټور و.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS