د شرعياتو پوهنځي ریس

پوهنیار محمد ولید اسحق زی

اسحق زی شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځی ریس

 د ريس لنډ ژوند ليک:

پوهنمل محمد وليد اسحق زی د مرحوم محمد اسحق زوی، چې په ۱۳۶۱ هـ.ل کال د خوست ولايت د اسمعيل خيلو ولسوالۍ په يوه دينداره او روښان فکره کورنۍ کې يې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

په ۱۳۸۷ هـ. ل کال د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو پوهنځی د فقه او قانون څانګې څخه په لوړه درجه فارغ شو او په ۱۳۹۵ هـ. ل. کال د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځی د تفسير اوحديث  د ماسټرۍ برنامې څخه په لوړه درجه د ماسټري سند ترلاسه کړ.

ښاغلی اسحق زی په دري او پښتو ژبو سربېره په عربي او اردو ژبو روانې خبرې او ليکل کولای شي او هم په انګليسي ژبه څو سلنه خبرې او ليکل کولای شي، د ژبو د مهارتونو ترڅنګ د کمپيوټر دفتري اړينو پروګرامونو ته هم په بشپړه توګه لاس رسۍ لري.

ښاغلي اسحق زی د افغانستان په داخل کې په زياتو روزنيزو ورکشاپونو کې فعاله برخه اخېستې ده.

ښاغلی پوهنمل اسحق زی اوس مهال د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو پوهنځی د رييس په توګه په پوره اخلاص او صداقت سره خپله دنده پرمخ وړي، استادان، مامورين او محصلين ترې بشپړ رضايت لري.

 پېغام:

لکه څه ډول چې شرعي علوم او د شرعي علومو زده کړه د بشریت لپاره د دواړو نړيو د کامیابۍ باعث ګرځي؛ بناً د شرعیاتو پوهنځی د رييس په توګه د افغانستان نجیب، مجاهد او غیور ولس ته خپل پېغام داسې لېږدوم، چې خپل اولادونه مو د شرعي علومو د زده کړې له قیمت بها نعمت څخه برخمن کړئ او په خپله د سمعي او بصري سرچېنو لکه تلویزیون، راډیو  او داسې نورو وسایلو په وسیله خبر او ترڅنګ د شرعي حکم پر اساس په خپله هم د شریعت خلاف رسمونو، رواجونو، کړنو ، ویناوو او عقایدو څخه ځانونه پاک کړئ او ځپل نسلونه چې تاسو یې مسوولیت پر غاړه لرئ وژغورئ.  د دې لپاره چې د الهي ذات اطاعت او بنده ګي مو په ارامه او د امن  پر ټغر تېره کړې وي په خپله هم د وطن سره د مینې احساس ژوندۍ او په خپلو نسلونو کې هم د وطن سره د مینې احساس را ژوندی کړئ، څو د نړۍ د پرمختللو ټولنو په څېر یوه ارامه د صلح، اسلامیت او محبت څخه ډکه ټولنه ولرو. څه ډول چې د نړۍ ژوند محدود  د ګوتو په شمېر شپې ورځې دي، بناً د همېشه ژوند چې پای نه لري د اسلامي دین په رڼا کې ورته شپه او ورځ ځانونه تیار کړئ؛ څرنګه چې په دنیا کې ټول انسانان په دې لټه کې دي، چې کامیاب شي او کامیابۍ ته ځانونه ورسوي ليکن حقیقي کامیابي الله تعالی په پوره دین کې اېښې ده او حقیقي کامیاب هغه څوک دی چې د جهنم اور څخه نجات پیدا کړي او جنت ته داخل شي، پرته له شکه جنت ته داخل کېدل د اسلامي دین مطابق په دنیا کې ژوند تېرول او په همدې دین عقیده درلودلو کې ده، او جهنم ته داخل کېدل د اسلامي دین د نه منلو او عمل نه کړلو پورې تړلې ده.  بناً زما وروستۍ ارزو او امید له ټولو مسلمانانو وروڼو څخه په ځانګړې توګه له محصلانو څخه او د بشریت څخه په عام ډول دا ده چې د جهنم اور څخه ځانونه او کورنۍ و‌ژغورئ او جنت ته داخل شئ؛ څو د حقیقي کامیابۍ څښتن او له حقیقي ناکامۍ څخه ځانونه او کورنۍ وژغورئ.   

< کورپاڼه