د شيخ زايد پوهنتون رئيس په څېړنیز فارم کې تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۲۰
فارم لیدنه

 تېره ورځ دوشنبه چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۱مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي چې د پوهنتون مرستيالانو او کرنې پوهنځي رئيس یې ملتيا کوله، په څېړنيز فارم کې د روانو پروژو څخه لیدنه وکړه، اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې او د لا معیاري کارونو پر ترسره کولو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS